اسرائيل په غزه کي د حماس پرضد د پوځي عمليات په لړ کي چې دادي اولسمي ورځ ته ورسيده دا خبره تائيد کړي چې هلته يي احتياطي قطعي ليږلي دي .

اسرائيلي مامورينو له دي خبري انکار کړي چې دا اضافي ځواکونه د حماس پرضد ديوې نوې حملي دپيلولو نښه ده .
د اسرائيل پوځ وايي تيره شپه يي په غزه کي د حماس پر ضد دولس هوايي حملي وکړي . .
د دسمبر دمياشتي له اوه ويشتم څخه نيولي تر ننه له نهه سوو څخه ډير فلسطنيان او ديارلس اسراييليان وژل شوي دي .
اسرائيل وايي دا حملي د حماس د هغو توغنديو د شنډولو لپاره کيږي چې له کلونو راهيسي له غزي څخه د اسراييل په جنوبي سيمو ويشتل کيږي .