اروپا د روسى او اوکراين تر منځ د ګاز د شخړى د حل لپاره هڅى کوي

تمه ده چى د چيک جمهوريت صدراعظم ميرک ټوپولانيک به نن د روسى له صدراعظم ولاديمير پوتين سره په مسکو کى کتنه وکړي. نوموړى به چى هيواد ي دا محال د اروپاي ټولنى دددورى رياست پر غاړه لري له پوتين سره د روسى او او کراين تر منځ د ګازو په سر د پورته شوي شخړى د حل په لارو چارو وغږيږي.

د چيک صدراعظم ويلي تمه لري چى روسيه او اوکراين به موافقه لاسليک کړي چى له مخى به ي اروپاي هيوادونو ته د ګازو د ليږدونى د پايپلاينونه څارل کيږي.

د اوکراين او روسى تر منځ د ګازو د شخړى له امله ختيځى اروپا يو شمير هيوادونه د ګاز د کمښت له ستونزى سره مخامخ شوي دي.