سمندري غلو د هانګ کانک تښتول شوى کشتۍ خوشې کړه

د صومالى په سواحلو کى سمندري غلو د هانک ګونک يوه کشتى چى د ايران لپاره ي کار کوه خوشى کړى ده.

غلو دغه کشتى چى غنم پکى باروه د عدن په خليج کى د تيرى نومبر مياشت کى تښتولى وه.

د ايران دولتي خبري اژانس ويلي دا کشتى تير ورځ خوشى شوى ده،خو دا ي ندي ويلي چى د دغى کشتى د خلاصولو په بدل کى سمندري غلو ته پيسى ورکړشوي او که څنګه.

دغه راز تيره ورځ د صومالى سمندري غلو د سعودي عربستان يوه تيل وړونکى کشتى هم خوشى کړه.