د سعودي عربستان يرغمل شوي بيړۍ خوشي شويده

د سعودي عربستان د تيلو د انتقال ستره بيړۍ چي دوې مياشتي وړاندي د سوماليا سمندري غلو يرغمل کړي وه، خوشي شوي ده.
د سعودي عربستان د تيلو وزارت د ختيځي افريقا د يوي سمندري ډلي مخکنئ راپور تائيد کړئ چي وايي د سريوس سټار پنامه دا ستره تيل وړونکي بيړۍ چي دوه ميلونه بيرله تيل پکي بار دي، د افريقا له ساحل څخه خوځيدلي ده.
د سعودي عربستان د تيلو وزارت ندي ويلي چي د بيړۍ د خوشي کولو لپاره يي پيسي ورکړي او کنه. خو د رويترز خبري آژانس د سمندري غلو په حواله وايي دا بيړۍ د دري ميلونو ډالرو په بدل کي خوشي شويده.