داسي گومان کيږي چې د القاعده شبکي د عملياتو مسول اسامه الکيني په اسلام آبادکي پرماريوت هوټل په حمله کي لاس درلود چې تر ٥٥ زيات خلک پکښي ووژل شول . دي همدا راز پر پخوانۍ صدراعظمي بي نظير بهوټوپه يوه ناکامه مرگوني حمله کي هم پر لاس لرلو تورن وو . چې بينظيره بيا وروسته په يوې بلي حملي کې ووژل شوه .
ويل کيږي چې کيني او دهغه مرستيال شيخ احمد سليم دواړه په کينيا کي زيږيدلي دي .
اف بي آي يا دامريکا فدرالي تحقيقاتي ادارې دوي دواړه په نولس سوه اته نويم ميلادي کال کې په تانزانيا اوکينيا کي د متحدو ايالاتو پر سفارتونو په حملوکي په لاس لرلوتورن کړي وو او جدي لټه يي کيده . يوه امريکايي چارواکي چي نوم يي نه دي ذکر کړي رويټرز خبري اژانس ته ويلي : پيښه په جنوبي وزيرستان کي د جنوري په لومړي نيټه شوي او دوي په جنوبي وزيرستان کي ديوې هوايي حملي په ترڅ کي وژل شوي دي .