جرمني د افغانستان په شمال کي مرستي کوي

جرمني وايي دافغانستان د بيا رغونې په برخه كې به سږ كال ۱۷۰ مليونه يرو ولگوي او د مرستو زياته برخه به يي شمالي ولايتونو ته وي.
دا خبره تيره ورځ په كندز كې د جرمني د پي ار ټي د بهرنيو اړيكو استازي پيټر پيټيسك په يوه خبري كنفرانس كې وكړه .
جرمني تير كال د افغانستان د بيارغونې په برخه كې ۱۴۰ مليونه ايرو مرسته كړې وه چې ډيره برخه يې د پوليسو په روزني ، د قضايي سيستم په پياوړتيا او په زير بنايي ګارونو لګول شوې وه .