ایتلافي ځواکونه وايي تیر کال د دوي په هوايي عملیاتو کې وژل شوي اکثره کسان وسله وال مخالفین وو.

په افغانستان کې میشت ایتلافي ځواکونه وايي تیر کال د دوي په هوايي عملیاتو کې وژل شوي اکثره کسان وسله وال مخالفین وو.
په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواکونو یوه قومندان برید جنرال مایک هومس تیره ورځ ناوخته په کابل کې خبریالانو ته وویل بې له شکه چي په دي عملیاتو کې ملکي خلک هم وژل شويدي.
جنرال هومس په وسلوالو طالبانو تور ولګاوه چې په جګړو کې د ملکي او نظامي خلکو توپیر نه کوي.
په عین حال کې د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواکه کمیسیون وايي تیر کال د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمباریو کې ٦٢٥تنه ملکی خلک وژل شوی.