پاکستان په ډيري غوسي سره د هند تورونه رد کړل

پاکستان په ډيري غوسي سره د هند هغه تورونه رد کړل چي وايي ځينو پاکستانيو چارواکو د ممبي په حملو کي لاس درلود.
د هند صدراعظم منموهن سنګ نن وويل شواهد ښيي د ممبي تروريستي حملي چي د نومبر په ٢٦ مي نيټي پيل او تر ٢٩ مي يي دوام کړئ و، او شاوخوا ١٧٠ کسان پکي وژل شوي ، د پاکستان لشکر طيبه ډلي کړي . سنګ دغه راز وويل شواهد ښيي چي د پاکستان ځينو رسمي موسسو هم ددي حملو ملاتړ کړيدئ.
د پاکستان د اطلاعاتو وزيري شيري رحمن له هند څخه وغوښتل چي د ملامتۍ دا لوبي دي بندي کړي او ويي ويل دواړه اړخونو دي د تروريزم او بنسټ پالني په ضد جګړي کي همکاري وکړي.