د هند صدراعظم وايي هيله من دئ چي پاکستان به له ښه نيت څخه کار واخلي

د هند صدرعظم منموهن سنګ نن وويل هيله من دئ چي پاکستان له ښه نيت څخه کار واخلي او هغه جنايتکاران دوي ته حواله کړي چي د ممبي په حملو کي يي لاس درلود.
د ممبي په حملو کي د وسله والوپشمول شاوخوا ١٧٠ کسان وژل شوي وو . د هند صدراعظم خبريالانو ته وويل حکومت به يي په هرډول چي وي له هند څخه د تروريزم ريښي وباسي. ده دغه راز د بنګله ديش په نوي حکومت غږ وکړ چي په خپلي خاوري کي ديره د هند ضد وسله والو په ټکولو کي دي همکاري وکړي.