د حماس جلاوطنه مشر په غزي باندي د اسرائيلو د ځمکنۍ حملي خبردارئ ورکړ

د حماس جلاوطنه مشر، اسرائلو ته خبردارئ ورکړ که چيري په غزي باندي ځمکنۍ حمله وکړي نو دا به يي يوه احمقانه اشتباه وي.
خالد مشال چي په دمشق کي ژوند کوي، په يوې ثبت کړي تلويزيوني وينا کي چي د الجزيره تلويزيون له خوا خپره شوي ، وويل د حماس مقاومت او تشکيلاتو ته زيان ندئ رسيدلئ.
نن سهار هم په غزي تړانګي کي د حماس په هدفونو باندي د اسرائيلو هوايي حملي رواني وې.
ملګري ملتونه وايي د اسرائيلو په حملو کي تراوسه شاوخوا ٤٢١ کسان وژل شوي او له ٢٠٠٠ زيات ټپيان دي. د حماس په توغنديو ګي څلور اسرائيليان وژل شوي .
د امريکا جمهور رئيس جورج ډبليو بوش د شخړي پړه په حماس اچولي او وايي په اسرائيلو باندي د توغنديو ورول يو تروريستي عمل دئ. ده حماس او نورو سخت دريځو ډلو ته د وسلو بندولو په اړه د سخت عمل غږ وکړ.