آستراليا د ګوانتنامو د زندان بنديان نه مني

د آستراليا حکومت په رسمي ډول د امريکا هغه غوښټنه رد کړه چي وايي دا هيواد دي د ګوانتنامو د زندان يو شمير بنديان ومني. دا په يوه کال کي دوهم ځل دئ چي آستراليا د متحده ايالاتو داډول غوښتنه ردوي.
د آستراليا د صدراعظم مرستياله جوليا ګيلارد وايي دا پريکړه د ملي امنيت او مهاجرت د سختو ملاحظاتو له وجي شويده. خو دي دغه راز وويل د آستراليا حکومت به په راتلونکي کي د مسلي په اړه د امريکا د متحده ايالاتو
په غوښتنو غور وکړي.
د امريکا منتخب جمهور رئيس بارک اوباما ژمنه کړي چي د جمهوري رياست د کار په پيل کولو سره سم به د ګوانتنامو زندان وتړي. اوباما به د جنورۍ په شلمي د لوړي مراسم په ځاي کړي.

متحده ايالات انديښنه لري چي د ګوانتنامو له زندان څخه خوشي کيدونکي بنديان ممکن په مربوطو هيوادو کي شکنجه شي.
انګلستان او پرتګال په نورو اروپايي هيوادونو فشار اچولئ چي د ګوانتنامو د زندان بنديان دي په خپلو هيوادو کي وساتي.