د موسئ کلا په ولسوالۍ کي ٢٠ تنه ساتونکي وژل شوي

ژباړونکي او وياند: جان آقا الکوزئ
د هلمند ولايت د موسئ کلا ولسوال وايي دده کورته نږدي په يوې امنيتي پوستي باندي د وسله والو طالبانو په حملي کي د پوستي ټول ساتونکي وژل شويدي.
مولوي عبدالسلام آزادۍ راډيو سره په خبرو کي ويلي له پيښي وروسته طالبانو دده په کور حمله وکړه خو دده ځوي او څو تنو وسله والو نږدي لس ساعته له طالبانو سره جګړه وکړه.
مولوي عبدالسلام وايي د لسو ساعتونو په مودي کي دده ځوي او نورو ساتونکو ته د نړيوالو ځاکونو او ملي پوځ له خوا هيڅ ډول مرسته نده رسيدلي.
د طالبانوپدي حملي کي له شلو زيات پوليس او يوه ښځه چي د يوه عسکر مور وه، وژل شويدي.
طالبانو د حملي مسوليت په غاړه اخيستئ او وايي په جګړي کي ددوي دوه کسان وژل شوي او څلور نور يي ټپيان دي.