ملي امنيت په سروبي کي د حزب اسلامي د يوه قوماندان په کور حمله کړي

د ملي امنيت رياست وايي د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په تيزين سيمه کي يي د وسلو يوه زيرمه ميندلي ده.
ملي امنيت په يوې اعلاميي کي ويلي ددي رياست مسولينو په تيزين کي د حزب اسلامي د يوه قوماندان حيات الله په کور حمله کړي او يوه زياته اندازه سپکي او درندي وسلي ، مهمات او نشه يي مواد يي نيولي دي.