د سريلانکا پوځي ځواکونو د تاميل پړانګان په مخه کړي

د سريلانکا حکومتي چارواکي وايي عسکريي د تاميل پړانګانو د بيلتونو غوښتونکي سيمي مرکز ته ننوتي او حکومتي ځواکونه چمتو دي چي د هيواد شمالي ښارګوتئ کيلونوچيچي ونيسي.
بيلتون غوښتونکو تاميليانو په تيرو لسو کلونو کي دا ښارگوټئ خپل سياسي او پوځي مرکز اعلان کړئ او د يوه خپلواکه دولت د جوړولو په مقصد يي پکي خپل پوليس او محکمي هم جوړي کړيدي. خو پدي وروستيو کي د حکومتي ځواکونو او پوځ په تهاجمي حملو کي بيلتون غوښتونکي له شمالي سيمو څخه په شا شويدي.
تير کال د تاميل بيلتونو غوښتونکو او حکومت تر منځ شپږ کلن اوربند مات شوئ و.