د متحدو ايالاتو او د عراق د هغه امنيتي تړون له مخي چې نن عملي کيږي د متحدو ايالاتو پوځ به د عراقي حكومت تر واك لاندي راشي .

تر اوسه پوري په عراق كي د متحدو ايالاتو تر مشري لاندي ځواكونو له ۲۰۰۳ ميلادي كال راهيسي د ملګروملتونو د امنيت د شوري د طرحي لاندي عمليات كول خو ددغي طرحې وخت پرون پاي ته ورسيده .

ټاكل شويده نن به پدي اړه مراسم هم ونيول شي او پکي به عراق په رسمي توګه د بغداد د ستري امنيتي سيمي يا شني سيمي امنيت هم په غاړه اخيستي .
د متحدو ايالاتو چارواكي همدارنګه په بغداد كي د صدام حسين د وخت له يوۍ ماڼۍ څخه هم ووتل دا ځاي له ۲۰۰۳ ميلادي كال راهيسي دوي نيولي وو.
د ددغه نوي تړون له مخي به د متحدو ايالاتو ځواكونه د عراقيانو د نيولو لپاره د عراقي حكومت حكم ته اړتياو لري او د متحدو ايالاتو قرارداديان به د عراق د قانون لاندي كار كوي
تمه ده عراقي چارواكي به د متحدو ايالاتو په پوځي عملياتو باندي هم يو څه واك ولري .دغه نوي امنيتي تړون د عراق د حاكميت د اعاده كولو لپاره يو مهم ګام بلل شوي ددغه تړون له مخي به د متحدو ايالاتو سرتيري دري كاله وروسته له عراق څخه وځي .