پداسي حال كي چې په غزي كې د اسرايلو او د حماس ترمنځ په نړيواله سطح د اوربند غوښتنه كيږي د ملګروملتونو د امنيت شوري يوه بيړني غونډه وكړه.

چهارشنبي ناوخته پدغه غونډه كي د ملګروملتونو د امنيت د شوري ډپلوماټانو د عرب ليګ هيوادونو لخوا په هاغي مسودي باندي غور وكړ چه پكي اسرايل پکي د اسراييلي ځواکونو حملي غندل شوي دي .

پدي اړه په ملګروملتونو كي د متحدو ايالاتو سفير ډاكټر زلمي خليل زاد داسي وويل

دي وايي مونږ د يوه بيړني اوربند ملاتړ كوو چه د تحمل وړ وي او د ټولو لخوا عملي كړاي شي . په ځانګړي توګه ددي معني داده چه حماس بايد د راكټونو ويشتل ودروي ، له دي پرته به يو معقول اوربند او غزي ته د غير قانوني وسلو له قاچاقو څخه مخنوي نا ممكن وي .