د لارو د بنديدو د مخنيوي په مقصد لازمې تيارۍ نيول شوي

د فوايد عامې وزارت وايي د ژمي په اوږدو كې د لارو د بنديدو د مخنيوي په مقصد یی لازمې تيارۍ نيولي خو ددی کار لپاره كافي بودجی ته اړتیا لری .
ددی وزارت مرستيال ، ولي محمدرسولي ازادۍ راډيو ته وويل د لارو خلاصولو لپاره يواعشاريه څلور ميلونه ډالره په واك كې لري خو د لويو اووړو مواصلاتي لارو د خلاص ساتلو لپاره نورو درې مليونو ډالرو ته هم اړتيا ده .