په جوزجان کي سړک جوړ شوئ

په جوزجان ولايت کي د ١٢٥ زرو امريکايي ډالرو په لگښت د ٢١كيلو مټرو په اوږدوالي يو سړك رغول شوئ.
د دي سړك د جوړولو لگښت د جرمني د تخنيكي مرستو د ادارې يا جي ، ټي ، زيد له خوا وركول شوئ .
د جوزجان ولايت د كليو د پراختيا او بيا رغووني د رياست مطبوعاتي مسوول محمد جان تمكين ازادۍ راډيو ته وويل د دي سړك په جوړولو سره كلي له مركز سره نښلول شوي او د تګ راتګ په برخي كې د سيمې د خلكو ستونزې حل شويدي .