په هرات ولايت كې ۱۶ پرمختيايي پروژې بشپړي شوي.

په هرات ولايت كې ۱۶ پرمختيايي پروژې بشپړي او په فعاليت يي پيل کړئ.
په دي پروژو كې د سړكونو، كاريزونو، د اوبو د يوې زيرمي ، د يوې فرهنګي ودانۍ جوړول او د ښځو لپاره د ګنډنې او قالين اوبدلو د كورسونو جوړول شامل دي .

دا پروژې د كليود پراختيا او بيا رغووني وزارت د اته مليونه افغانيو په مجموعي لگښت جوړې شوې او شاوخوا ١٥٠٠ كورنۍ به ورڅخه گټه واخلي .