اسرائيل له حماس سره اوربند، ريښتنئ نه بولي

اسرائيلو له حماس سره د ٤٨ ساعتونو اوربند چي له مخي به يي غزي تړانګي ته نوري بشري مرستي هم ورسيږي، غيرواقعي وباله .
د اسرائيلو د بهرنيو چارو د وزارت وياند يګال پالمر وايي د فرانسي پدي اوربند کي داسي کوم ډاډ نشته چي حماس دي د اسرائيلو په جنوب باندي د توغنديو ورول بند کړي.
خو پالمر دا هم وويل چي اسرائيلو د فرانسي دا وړانديز بيخي رد کړئ هم ندئ. يوه بل اسرائيلي چارواکي وويل فرانسه ممکن د اوربند په دي وړانديز کي بدلون راولي. تيره شپه د اسرائيلو کابيني د فرانسي په وړانديز بحث وکړ.
له څلورو ورځو بمباريو روسته نن غزه آرامه وه او اسرائيلو يوازي دوې هوايي حملي کړي.
پرون د منځني ختيځ څلورو سترو منځګړو امريکا، ملګرو ملتونو، روسيي او اروپايي اتحاديي په اسرائيلو او حماس دواړو غږ وکړ چي سمدستي دي اوربند جاري کړي.
د شنبه له ورځي راهيسي چي اسرائيلو په غزي تړانګي هوايي حملي پيل کړي ، تر اوسه له ٣٧٠ څخه زيات فلسطينيان مړه او په سلګونو نور ټپيان شويدي.
اسرائيلو ويلي د حماس له خوا په ورول شويو توغنديو کي څلور تنه اسرائيليان وژل شوي .