په ايران کي د انګليسي ډپلوماتانو په استوګنځاي يرغل شوئ

زيات شمير ايرانيانو په غزي باندي د اسرائيلو د هوايي حملو په اعتراض کي په تهران کي د انګليسي ډپلوماتانو په استوګنځاي يرغل کړئ. د ايران دولتي تلويزيون، مظاهره کوونکي اسلامي محصلين بللي او وايي دا کسان تيره شپه د انګليسي ډپلوماتانو د استوګنځاي انګړ ته واوښتل، د انګلستان بيرغ يي وسوځاوه او په ځاي يي د فلسطين بيرغ پورته کړ. پوليسو وروسته مظاهره کوونکي وتلو ته اړ کړل. دي شمير ايرانيانو په انګلستان تور لګاوه چي په غزي تړانګي باندي د اسرائيلو د هوايي حملو ملاتړيي کړئ.
د انګلستان حکومت د اسرائيلو او حماس تر منځ د سمدستي اوربند غږ کړئ.