پر غزى باندى د اسرايلو جنګي الوتکو تازه بمبارى کړي دي

اسرايلو ويلي چمتو دى چى پر غزى تراړى باندى خپلو حملو ته د ونيو لپاره دوام ورکړي.

د اسرايلو ددفاع د وزارت مرستيال نن وويل د حماس ډله کمزورى شوي خو دوى به خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

دا پداسى حال کى ده چى نن هم اسرايلي الوتکو په غزه باندى خپلو بمباريو ته دوام ورکړى چى په نتيجه کى ئ لس تنه نور فلسطينينان وژل شوي دي.

د فلسطينينانو روغتياي منابعو ويلي په غزه باندى حملو کى تر اوسه پورى څه د پاسه ٣٥٠تنه وژل شوي دى. دغه راز د ملګرو ملتونو سازمان ويلي چى په وژل شوو کسانو کى شاوخوا نزدى ٦٠ ملکي وګړي دي.

بل لور ته د حماس په ځوابى راکټي بريدونو کى يو اسرايلي سرتيرى او څو تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سر منشي د نړى په هيوادونو غږ کړى چى په غزه کى د هغه په وينا نه منونکى تاوتريخوالى درولو لپاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي.امريکا ويلي اسرايل له ځان څخه ددفاع حق لري خو بايد د ملکي وګړو د مرګ ژوبلى څخه ډه ډه وکړي.