په ازربايجان کى د نړ ى والو راډيو ګانو پر خپرونو بنديز لګول کيږي

د ازربايجان د راډيو او ټلويزون کميسون نن اعلان وکړ چى دغه هيواد کى به د راتلونکى جنوري مياشتى له لومړ نيټى څخه د نړ ى والو رآډيو ګانو پر خپرونو بنديز ولګول شي.

پدغو راډيو ګانو کى دازادى رآډيو امريکا غږ او بى بى سي شامل دى.

د مطبوعاتو څارونکي واي د ازربايجان دا ګام پدغه هيواد کى د رسنيو د ازادى مخى ته د پرتو ستونزو څرګنديو ده.

د مطبو عاتو د څارنى نړ ى وال سازمان ويلي په ٢٠٠٨ميلادي کال ٦٢ژورنالستان او د مطبو عاتو د ډګر د مختلفو برخو کارکونکي وژل شوي دي.