روسيه او اوکراين د ګاز په موضوع خپلو کى خبرو ته دوام ورکوي

تمه ده چى د روسى او اوکراين د انرژي مسولين به نن هم پر اوکراين باندى د روسى د ګازو د پورونوپه اړه خبرو ته دوام ورکړي.

د روسى صدراعظم ولاديمير پوتين پرون وويل هغه پدى اړه د اوکراين له ولسمشر ويکتور يوشينکو سره خبر ى کړي دي خو وويل چى کومى موافقى ته ندي رسيدلي .روسيه ټنيګار کوي چى اوکراين بايد د مسکو پورونه اداکړي.د روسى د ګاز پروم دولتي شرکت ويلي که اوکراين ئ پورونه ادا نکړي نو د راتلونکى ميلادي کال د جنوري په لومړى نيټۀ به دغه هيواد ته د ګازوليږدول بند کړي.