امريکا د صومالى د موقت ولسمشر د استعفى هرکلى وکړ

متحده ايالاتو د صومالي د موقت ولسمشر مشر عبد الله يوسف د استعفى هرکلى کړى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي عبد الله يوسف په خپل جنګ زپلي هيواد کى د سولى او ثبات لپاره په هڅو کى ونډه اخستى ده.د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت وياند ګوردڼ ډوګويډ وويل اوس د صومالى مشرانو ته پکار دي چى د يوه پراخ بنسټه ملي حکومت لپاره خپلى هڅى پراخى او يوځاى کړي او د يوه ګډ امنيتي ځواک جوړولو لپاره کار پيل کړي.