په پاکستان کى يوى ځان وژونکى حمله کى نزدى ديرش تنه وژل شوي دي

له پاکستان څخه راغلي راپورونه واى چى ددغه هيواد د سرحد ايالت په بونير سيمه کى نن دي يوى ځان وژونکى حلى له امله ٢٦تنه وژل شوي او ګڼ شمير نور ژوبل دي.

چاودنى هغه ښونځى چيرته چى خلکو د پارلمان د يوه نوي غړي د انتخاب لپاره راي ورکولى نړولى او نزدى يو مارکيټ ته ئ هم زيان رسولى دى.

تر اوسه پورى کومى ډلى ددغى بريد مسوليت پر غاړه ندى اخستى .په پاکستان کى د تير يو نيم کال راهيسي ځان وژونکو حملو کى شاوخوا ١٥٠٠کسان وژل شوي دي.