په هرات ولايت کي د ناتو ځواکونو په پوځي کاروان باندي د موټر پواسطه ځان وژونکي حمله شو

په هرات ولايت کي د ناتو ځواکونو په پوځي کاروان باندي د موټر پواسطه ځان وژونکي حمله شوي ، دوه تنه ملکي بهرنيان چي له افغان پوليسو سره يي کار کاوه، او يو عسکر يي ټپيان کړيدي. د امريکا پوځ په يوې اعلاميي کي د ټپي شويو کسانو هويت ندئ په ډاګه کړئ خو وايي دا بهرنيان ملکي قرارداديان دي.
ناتو چي په سيمه کي د ايټالوي عسکرو اډه لري، مخکي يي ويلي و چي په حملي کي پوځييانو ته زيان رسيدلئ خو خوک پکي ندي مړه شوي. عيني شاهدان وايي په چاودني کي د ودانيو د ښيښو د ماتيدو له وجي دوې افغاني ميرمني هم ټپي شويدي.