په زرګونو کسان د بي نظير بوټو په قبر راټول شول

په زرګونو کسان نن د پاکستان د وژل شوي پخوانۍ صدراعظمي بي نظير بوټو د يو کلن تلين څخه يوه ورځ مخکي، د هغي په قبر باندي راټول شوي دي.
چارواکي وايي شاوخوا ٣٥ زره کسان نن د کراچۍ له ښارڅخه بهرد گړي خدابخش هديري ته راټول شوي. ټاکل شوي چي سبا ته په ټول پاکستان کي د نوموړي د قتل لومړئ تلين ولمانځل شي. بي نظيره د ٢٠٠٧ ميلادي کال د ډسمبر په ٢٧ مه په راولپنډۍ ښار کي د انتخاباتو د کمپاين په مهال په ډزو کي وژل شوي وه.

د يوه بل خبر له مخي د هند او پاکستان تر منځ تاوتريخوالئ زيات شوئ او پاکستان د خپلو عملياتي ځواکونو رخصتۍ بندي کړي او د هند پولي ته نږدي يي زيات شمير ځواکونه ځاي په ځاي کړيدي.
د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس پدي اړه له خبرو ډډه کړي خو يوه لوړ پوړي پوځي چارواکي فراسپرس خبري اژانس سره په خبرو کي تائيد کړي چي يو شمير عسکر يي د پاکستان له شمال لويديځ ايالت څخه ايستلي او د هند پولي ته يي استولي.
د ممبي له تروريستي حملو وروسته د هند او پاکستان تر منځ تاوتريخوالئ زيات شوئ . نوي ډهلي ددي حملو پړه د پاکستان په بنسټ پالو ډلو اچولي ده. اسلام آباد وايي هند پدي اړه کوم شواهد نلري.