انګلستان د ايران د جمهور رئيس د وينا خپرول غندلي

د انګلستان حکومت نن د عيسويانو د اختر يا کريسمس په مناسبت د ايران د جمهور رئيس محمود احمدي نژاد د تلويزيوني وينا خپرول وغندل.
د انګلستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د انګلستان د څلورم کانال تلويزيون نړيوالو ته سپکاوئ کړئ.
احمدي نژاد چي په فارسي ژبه يي خبري کولي او په انګليسي ژبي يي ترجمه ورسره ليکل کيدله، د انګلستان خلکو ته يي د کريسمس مبارکي وويله او ويي ويل حضرت عيسي بشريت ته د عدالت او محبت ښودونکئ و او د ظلم، تعصب او بي عدالتۍ په ضد يي جګړه کوله.
احمدي نژاد دغه راز ويلي : که چيري حضرت عيسي نن ورځ ژوندئ واي نو په ټولي نړۍ کي به يي د قدرت غوښتونکو قوتونو د زورازمويلو ، جګړه مارو او تروريستانو مخالفت کاوه.
په انګلستان کي د يهوديانو سازمانونو او په لندن کي د اسرائيلو سفير د احمدي نژاد د څرګندونو په وړاندي سخت غبرګون ښودلئ او دا يي د اسرائيلو په وړاندي د هغه دښمني بللي.