د کاتوليکي کليسا لوي مشر شپاړسم پاپ بندک نن د کرميس يا عيسي ع د زيږ ندني په مناسبت د مذهبي مراسمو په ترڅ کي په منځني ختيځ او د نړۍ په نورو نارامو سيمو کي د سولي لپاره دوعا وکړه .

د واتيکان په حواله له نوي څخه ډيرو تلويزيونو په لږ ترلږه شپيتو هيوادنو کي ياد شوي جريان خپور کړ .
په دي موعظه کي يو اتيا کلن پاپ په بيت الحم کي دعيسي ع د زيږيدو پر مسلې خبرو کي دهغه مبارزي ته اشاره وکړه چې د بي وزلو خلکو او ماشونو لپاره يي کوله او په دي توګه يي د نړۍ پاملرنه دنن ورځي بي وزلو او هغو ماشومانو ته راوګرځوله چې د تجاوز او غفلت قر بانيان دي .