په ملګرو ملتونو كي د ګورجستان پخواني سفير ايړيكلي الاسانيا تيره ورځ د جمهور ريس ميخايل سكاش ويلي پر سياستونو باندي نيوكي وكړي او د مخكي تر وخته انتخاباتو غوښتنه يي وكړه .

الاسانيا چې تر وروستيو پوري د سكاش ويلي د ډلي يوه كليدي غړي وو په تبليسي كي يي يوه خبري كنفرانس ته د خپلو خبرو پرمهال په سكاش ويلي باندي تور ولګاوه چې خپل سره تصميمونه نيسي او په اګست كي يي له روسيي سره د جګړي مخنيوي ونشو كړاي .
ده زياته كړه له متحدو ايالاتو سره د ګورجستان ګډي سټراتيژي بايد هر اړخيزي او قاطع وي . خو ددي اړتيا هم شته چه له روسيي سره هم واقعي ډپلوماټيكي اړيكي ټينګي شي .