د تركي صدر اعظم رجب طيب اردوغان تيره ورځ وويل تركيه او عراق به د خپلو گډو پولو په اوږدو كي د كردي ياغيانو پرضد ګډ پوځي عمليات پيل كړي

د اردوغان دا تبصره وروسته له هغي وشوه كله چې يي په انقره كي د عراق له لومړي وزير نوري المالكي سره وكتل.

المالكي وويل هغه د ګډي پوځي كميټې لخوا د كردستان د كارګر ګوند يا پي كي كي پرضد جګړي په اړه د شويو پيشنهادونو ملاتړ كوي

پي كي كي د عراق په شمال كي له خپلو هډو په تركيې بريدونه كوي.

د تركي جنګي الوتكي د عراق سره په پوله د پي كي كي په مركزونو باندي بمباري كوي