ايران تيره ورځ ديوه ډليز اعدام په ترڅ كي نهه كسان چې د قتل او د مخدرو موادو د قاچاقو په جرم محكوم شوي وو په دار وځړول .

پدي سره په ايران كي يواځي سږ كال د په دار شويو كسانو شمير لږ تر لږه ۲۴۴ تنو ته ورسيد

د بشر د حقونو ډلي په ځآڼګړي توګه د نوبل د جايزي ګټونكي شيرين عبادي په وار وار داعدامونو په زياتيدو باندي انتقادنه کوي .
خو چارواكي له دغو اعدامونو څخه دفاع كوي او وايي چې د اعدام سزا د جرمونو په كنټرول كي اغيزناكه ده او يواځي د بشپړو قضايي پړاونو څخه وروسته وركول كيږي