په بغلان کي روغتيايي کلينيک جوړ شو

په بغلان كي ولايت کي د خواجه الوان په نامه د مهاجرو په يوه كمپ كي يو روغتيايي كلنيك پرانستل شو.
ددي كمپ استازي عبدالباقي ازادي راډيو ته وويل دا كلينك اته خوني لري خو وايي په کمپ کي شاوخوا دري زره کسان ژوند کوي چي کلنيک به د خلکو اړتياوي پوره نکړاي شي.
د بغلان د عامي روغتيا ريس ډاكټر محمد سالم رسولي د کلينيک د خدمتونو په اړه وويل چي په راتلونكي كي به ددي کلينيک خدمتون نور هم زيات شي.
ډاکټري رسولي زياته كړه چي دا روغتيايي مرکز د امريكا له خوا د يولك امريكايي ډالرو په لگښټ جوړ شويدئ.