په لاهور ښار کي بمي چاودنه شوي

له پاکستان څخه راپورونه وايي په لاهور ښار کي د موټر په بمي چاودني کي يوه ښځه مړه او څلور نورکسان ټپيان شويدي. چاودنه د حکومتي چارواکو د استوګني په سيمي کي شويده. د پوليسو يوه چارواکي اسوشئتد پرس آژانس ته ويلي د حملي مسوليت تر اوسه چا په غاړه ندئ اخيستئ خو وايي چاودنه ددي لپاره شوي چي په خلکو کي بيره او وحشت رامنځ ته کړي. له دي مخکي زياتي چاودني د افغانستان پولي ته نږدي د پاکستان په شمال لويديځ ايالت کي شوې دي.