اروپايي هيوادونه د ګوانتنامو بنيدان مني

د امريکا متحده ايالاتو د اروپايي حکومتونو د هغو څرګندونو هرکلئ کړي چي وايي که منتخب جمهور رئيس بارک اوباما د کړو ژمنو په اساس د ګوانتنامو زندان وتړي نو دوي به په زندان کي په تروريزم باندي مشکوک بنديان جذب کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند شان مککورمک د اروپايي حکومتونو دا کار د ګوانتنامو د زندان په وړاندي د امريکا د اروپايي متحديونو نوي کړنلاره وبلله .
په راپورونو کي ويل شوي د پرتګال ، جرمني او سويس پشمول يوشمير هيوادونو ويلي د ګوانتنامو د زندان د تړل کيدو په صورت کي دوي چمتو دي يو شمير بنديان خپلو هيوادو ته راوړي . ددي کار لپاره تر اوسه په کومو ترتيباتو موافقه نده شوي.
اروپايي حکومتونه د جمهور رئيس بوش له خوا په اصطلاح د جګړي د ډګر د دښمنانو پنامه د ګوانتنامو د زندان له جوړولو سره سخت مخالف دي خو مخکي نه وو حاضر چي له دي زندان څخه خوشي شوي بنديان دي په خپلو هيوادو کي ومني.
امريکا وايي دوي غواړي ډاډ حاصل کړي چي د ګوانتنامو له زندان څخه له خوشي کيدونکو بنديانو سره به ناوړه چال چلند نه کيږي او دغه راز له خوشي کيدو وروسته به په راتلونکي کي نړيوالي ټولني ته تروريستي ګواښ نه رامنځ ته کوي . دا مهال د ګوانتنامو په زندان کي شاوخوا ٢٥٠ تنه پنديان پاته دي.