اسرائيل غزي ته د بشري موادو د انتقال اجازه نه ورکوي

اسرائيلو خپله مخکنۍ پريکړه چي ويلي و غزي تړانګي ته د بشري موادو د انتقال په مقصد به خپلي پولي پرانيزي، نن بيرته واخيسته .
د اسرائيلو د دفاع د وزارت يو وياند وايي د نادولتي سازمانونو په خوراکي موادو او درملو بار د لاريو کاروان ته چي ټاکل شوي نن غزي ته لاړ شي، اسرائيلو ته د داخليدو اجازه نه ورکوي. د اسرائيلو د پوځ يو وياند وايي فلسطينيو مبارزينو تيره شپه او نن لږ ترلږه ١٢ توغندي په اسرائيلو ورولي دي.