د راپورنو له مخی افغانستان پولی ته څيرمه د پاكستان د جنوبی وزيرستان په قبايلی سيمه كی د توغنديو د حملی په ترڅ كی چی گومان كيږی امريكايی الوتكو به توغولی وی، لږترلږه اوه تنه وژل شويدی.

تراوسه پوری دامعلومه نده چی داحمله پر چا شوی خو د امريكا متحده ايالاتو له يوی مودی راهيسی د پاكستان په قبايلی سيمو كی د طالبانو او القاعده پر مركزونو باندی د بی پيلوټه الوتكوپه وسيله حملی پيل كړيدی.