تركمنستان نن د پارلمانی انتخاباتو د ١٢٣ برياليو كانديدانولست خپور كړ.

دغه انتخابات چی د دسمبر په ١٤ وشول، دپارلمان د ١٢٥ څوكيو لپاره ٢٨٨ كانديدانو ځانونه كانديد كړی وو. ټولو كانديدانو د انتخاباتی مبارزو په ترڅ كی د ولسمشر قربان قلی بيردی محمدوف چی د سپر مراد نيازوف له مړينی وروسته يی د جمهوری رياست واگی په لاس كی اخيستی دی، د سياستونو پلوی كړی وه.
تركمنستان به د پارلمان د پاتی دوو څوكيو لپاره د دسمبر په ٢٨ او د فبروری په اتمه د رايی وركولو دوم پړاو ترسره كړی.
ددی هيواد چارواكو داانتخابات د دموكراتيكو اصلاحاتو لپاره يوه مهم گام بللی خو منتقدينوداانتخابات ردكړی او هغه يی د شرم وړبللی دی.