د موريتانيا ګوښه کړى شوى ولسمشر له نظر بندى څخه خوشى شو

راپورونه واي چى په موريتانيا کى واکمنى پوځي شورا ددغه هيواد ګوښه شوى ولسمشر سيدي ولدمحمد شيخ عبدالحى خوشى کړى دى.

د راپورونو له مخى امنيتي ځواکونو نوموړى پرون شپه له خپل پلارنى کلى څخه چيرته چى له اګست مياشت راهيسى په خپل کور کى نظر بند وه راويستى دى.د نوموړى د امنيت په اړه که څه هم چى انديښنى پورته شوي خو رسنيو د موريتانيا د سياسي کړيو څخه په نکل ويلي چى سيدى ولد محمد په پاتيخت نواکشوط کى خپل کور ته تللى او ويلي چى نوموړى خوشى شوى دى.

په موريتانيا کى د پوځى انقلاب وروسته دغى هيواد سره متحده ايالاتو او فرانسى خپلى مرستى بندى کړى.