د سوداګرۍ او صنايعو سرپرست وزير ټاکل کيږي

ژباړونکئ او وياند : جان آقا الکوزئ

د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي د سوداگرۍ او صنايعو دوزير په اړه د ولسي جرګي د استيضاح پريکړه منلي ده.
د جمهوري رياست د دفتر په يوې اعلاميي کي ويل شوي جمهور رئيس کرزي د سوداګرۍ او صنايعو د وزير استيضاح منلي خود استيضاح او راي ورکولو په عمليي کي شکونه موجود دي چي په اړه يي بايد څيړني وشي.
په اعلاميي کي د ولسي جرګي د نصاب د نه پوره کيدو او د راي ورکوني په اړه د شکونو يادونه شوي. دغه راز ويل شوي چي په پارلماني چارو کي د دولت وزير او لوي څارنوال د مير محمد امين فرهنګ له خوا د ولسي جرګي په دريو تنو وکيلانو باندي د لګول شويو تورونو په اړه هم څيړني کوي.
په اعلاميي کي ويل شوي د څيړنو له روښانه کيدو وروسته به د ولسي جرګي په پريکړي له سره غور وشي.
له بلي خوا د جمهوري رياست يوه وياند سيامک هروي آزادۍ راډيو ته وويل چي جمهوررئيس د سوداګرۍ او صنايعو د وزير ډاکټر محمد امين فرهنګ ليري کيدل تائيد کړي او سبا به نوموړي وزارت سرپرست وزير وټاکل شي.