طالبانو د ناتو په اکملاتي ټانکر ډزي کړي

مشکوکو طالبانو د پاکستان په شمال لويديځ کي په هغه يوه ټانکر ډزي کړي چي په افغانستان کي بهرنيو ځواکونو ته يي د سونګ مواد انتقالول. پدي پيښي کي دري کسان وژل شويدي.
سيمه ايز چارواکي وايي د جمعي د ورځي پدي حملي کي چي په خيبر دري کي شوي، دوه تنه موټر چلوونکي او د موټر چلوونکو يو مرستيال وژل شويدي.
سيمه ايز چارواکي راحت ګل د حملي پړه په طالب وسله والو اچولي . په عين حال کي نن په همدي سيمي کي د ناتو ځواکونو يوه لوژستيکي کاروان ته نږدي بمي چاودنه وشوه خو مرګ ژوبله يي نه درلوده.