يو ايراني سوداګر په نيويارک کي نيول شوئ

په نيويارک کي د علوي فونډيشن مشر فارشيد جاهدي پرون پدي ښار کي د ايران له ملي بانک سره د تړاو او په ښار کي د يوې ودانۍ د پلورني د اسنادو د له منځه وړلو په تور ونيول شو.
جاهدي د امريکا د عدليي وزارت د چهارشنبه د ورځي له جنايي غوښتني وروسته ونيول شو. د عدليي وزارت ويلي د نيويارک ښار په مرکزي برخي کي د يوه آسمان څکي ودانۍ په سلو کي څلويښت پانګه دي پدي دليل ضبطه شي چي پيسي يي د ايران ملي بانک د جاهدي پنامه ورکړيدي.
دا بانګ د امريکا د متحده ايالاتو له خوا په تور ليست کي دئ او د هستوي پروګرام او تروريستانو په ملاتړ تورن دئ .