په عراق کي نيول شوي افسران خوشي شول

د عراق د کورنيو چارو وزارت نن وويل هغه شمير عراقي افسران چي له تروريزم سره د مرستي په تور نيول شوي وو، خوشي شوي او لګيدلي تورونه تري ليري شويدي.
جنرال عبدلکريم خلف د فرانسي خبري آژانس ته وويل دا افسران وطندوستان دي او د هغو کسانو په ضد به عمل وکړي چي په دي کسانو يي تورونه لګولي دي.
د عراق د کورنيو چارو وزرات د پنجشنبه په ورځ ويلي و يو شمير افسران يي د شيعه واکمن رژيم په ضد د کودتاه په تور نيولي دي.
د جمعي په ورځ د عراق د کورنيو چارو وزير جواد بولاني ويلي و په افسرانو باندي لګيدلي تورونه ريښتيني ندي، د استخباراتي او امنيتي معلوماتو په اساس نه وو برابر شوي.