آصف علي زرداري افغانستان ته د نن ورځي سفر وځنډاوه

د پاکستان جمهور رئيس آصف علي زرداري افغانستان ته خپل د نن ورځي سفر د هوا د خرابۍ له وجي وځنډاوه . ټاکل شوه وه چي زرداري نن افغانستان ته تللئ واي او له جمهور رئيس حامد کرزي سره يي کتلي واي.
د افغانستان جمهوري رياست په يوې اعلاميي کي ويلي د پاکستان جمهور رئيس د حامد کرزي له بلني څخه مننه کړي او وايي هيله من دئ چي په راتلونکي مناسب وخت کي به افغانستان ته سفر وکړي.
د حامد کرزي دفتر ويلي جمهور رئيس زرداري ته د افغانستان بلنه په خپل ځاي ده.