اسرائيلو له روسيي څخه غوښتي چي په ايران دي وسلي نه پلوري

خبري رپوټونه وايي يوه اسرائيلي هيئت له مسکو څخه په ټينګه غوښتي چي په ايران دي وسلي نه پلوري او دا ځکه چي ممکن ايران دا وسلي په اسرائيلو استعمال کړي.
انټرفکس خبري آژانس د اسرائيلو د دفاع د وزارت د هيئت د مشر آموز گيلاد له خولي ليکي اسرائيل هيله من دي چي روسيه به ددي هيواد ګټو ته درناوئ وکړي. ګيلاد د هغي پوښتني په ځواب کي خبري کولي چي وايي روسيه ممکن ايران ته د هوايي دفاع S-300 ډوله توغندي ورکړي. د روسيي ځيني خبري رسنۍ وايي په ايران باندي د توغنديو د پلورلو معامله تر سره شوي خو روسيي چارواکو دا خبره رد کړيده.