عراقی چارواكی وايی چی د كورنيو چارو دوزارت له شلو څخه زيات چارواكی پدی تور نيول شوی چی هڅه يی كوله د عراق د پخوانی ولسمشر صدام حسين د بعث گوند بيرته فعال كړی.

د عراق د كورنيو چارو دوزارت وياند جنرال عبدالكريم خلف وويل د وروستيو څو ورځو په ترڅ كی ٢٣ تنه د ال اودا په ډله كی د غړيتوب په شك نيول شويدی.
دا ډله پدی تورنه ده چی هڅه كوی د عراق د پخوانی ولسمشر صدام حسين د بعث گوند بيرته فعال كړی.
د كورنيو چارو دوزارت وياند وويل له دغو افسرانو څخه دعدلی دوزارت تر څارنی لاندی تحقيقات پيل شويدی.
د عراق د كورنيو چارو دوزارت د عامه اړيكو د څانگی مشرجنرال الا ال طايی وويل دغه مشكوكو كسانو پلان درلود چی دوزارت ماڼی وسوځوی او ښايی داكار يی ددی لپاره كاوه چی د ځان پرضد اسناد او شواهد له منځه يوسی.