ملگری ملتونونن وويل چی په زيمبابوی كی د كولرا د ناروغی له امله د مړيو شمير له زرو تنو څخه اوښتی او ددی ناروغی خپريدل دوام لری.

د ملگرملتونو د بشری چارو د سمون دفتر د مړيو وروستی شميره ١١١ ١ تنه او مشكوكی ٢٠٥٨١ پيښی ثبت كړيدی.
د ملگرملتونو د بشری چارو د سمون دفترد وضعيت په اړه د روغتيا نړيوال سازمان څيړنی ته په اشاره وايی چی د څښاك د پاكو اوبواوحفظ الصحی نشتوالی د كلورا د خپريدو له اساسی عواملو څخه گڼل كيږی.
د زيمبابوی جمهورريس رابرت موگابی د قدرت د ويش پرسرد په ټپه دريدلی حالت، د هيواد د خرابه اقتصادی وضعيت او د كلورا د ناروغی د خپريدو له امله د د نړی د مشرانو له خوا ترفشار لاندی دی چی له دندی دی استعفاوركړی.