ملي جبهه خپل کانديد نه اعلانوي

د افغانستان ملي جبهه وايي د جمهوري ریاست دراتلونکو انتخاباتو د نیټې تر ټاکل کیدو پورې به خپل کاندید معرفي نه کړي.

د افغانستان ملي جبهې چې ځان د حکومت اپوزیسیون بولي دغه اراز يي نن د ولسي جرګې د هغې اعلامیې هر کلی وکړ چې په راتلونکې پسرلي کې یې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ترسره کیدو ټینګار کړی دی.
د ملی جبهې ویاند فاضل سانچارکي په کابل کې خبریالانو ته وویل د جوزا له میاشتې وروسته د جمهوري ریاست د انتخاباتو ځنډول د اساسي قانون پر خلاف عمل دئ.
ملي جبهه د پخوانیو جهادي، کمونسیتي او یو شمیر نورو ډلو نه جوړه شوې ده چې مشري یې د جمعیت اسلامي د ګوند مشر برهان الدین رباني کوي.
په دې وروستیو کې داسي راپورونه خپاره شوي چې په دې جبهې کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د یوه واحد کاندید په ټاکلو مخالفتونه رامنځ ته شوي دي.