انګليسي عسکر له عراق څخه وځي

د انګلستان صدراعظم ګورډن براوون نن وويل په عراق کي ديره شاوخوا ٤٠٠٠ انګليسي عسکر به د مارچ په ٣١ مه په وتلو پيل وکړي.
براون چي په يوه ناڅاپي سفر عراق ته تللئ ، دا خبره يي د عراق له صدراعظم نوري المالکي سره په گډ خبري کنفرنس کي وکړه .

په عين حال کي نن په بغداد کي د دوو بمي چاودنو له وجي لږ ترلږه ١٨ کسان مړه او له پنځوسو زيات ټپيان شول.
چاودني د بغداد په مرکزي برخي د نهضه ګاونډ کي د ټرافيکو ماموريت او روغتون ته څيرمه شوي چي پوليسو ته پکي هم مرګ ژوبله اوښتي ده.